د ورک خپلوانو لټون
- په ټولنیزو رسنیو کې ستاسې د خپلوانو لټون (فیس بوک، واټس اپ، او داسې نور). کله چې لدې لارې لټون کوئ په بیلابیل لارو د خپلو خپلوانو د نومونو د املا لیکلو هڅه وکړئ.
- د شریکو اړیکو په لټه کې شئ، ځکه چې هغوی ممکن وکولی شي د کورنۍ ورکو غړو سره اړیکه ونیسي.
- خپل اصلي هیواد کې د خپلې کورنۍ ځایی ټولنې سره د اړیکه بیرته ټینګولو هڅه وکړئ، ځکه چې ممکن هغوی خبر اوسي چې ستاسې خپلوان چیرې دي.
- د "مخ موندلو" ویب پاڼه کې د کورنۍ غړي ولټوئ. دا د سور صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) ویب پاڼه ده چې پدغه ویب پاڼه کې افراد کولی شي د کورنۍ د هغه غړو عکسونه او د تلیفون شمیره پریږدي چې ورک وي او دا یې لټون کوي. که تاسې غواړئ چې د خپلوانو عکسونه او تفصیلات مو پدې ویب پاڼه کې څرګند شي نو تاسې اړ یې چې موږ سره د ملاقات وخت واخلئ.
- د لومړۍ هڅې وروسته مه تسلیمیږئ. لږ ترلږه په میاشت کې یوځل د ټولنیزو رسنیو او د مخ موندلو ویب پاڼې چیک کولو ته دوام ورکړئ ترڅو وګورئ چې آیا کوم څه پرمختګ شوی که نه، ځکه چې هره ورځ نوې قضیې او پیغامونه راځي.
![](/storage/tracing/tracetheface.jpg)
موږ تاسې سره څنګه مرسته کولی شو؟
موږ تاسې ته د کورنۍ موندلو وړیا خدمت وړاندې کوو ترڅو تاسې د خپلو خپلوانو سره بیرته اړیکه ټینګه کړئ. د راجستر کیدو لپاره، یوازې دا ساده مرحلې تعقیب کړئ:
- زموږ سره د ملاقات لپاره اړیکه ونیسئ.
- په ټاکل شوي وخت زموږ دفتر ته راشئ.
- موږ ته اړین معلومات راکړئ او اړوند فورمې لاسلیک کړئ.
د ملاقات وخت اخیستل